افغان مشرانو له افغانستانه د ډېرو خلکو په وتلو سخته انديښنه ښکاره کړه

د افغان حکومت مشرانو له افغانستان څخه د ډېرو خلکو په وتلو سخته انديښنه ښکاره کړه.

د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله نن د شهید د اوونۍ لمانځ غونډې ته وویل چې له ډېرو ستونزمنو لارو نه لویدیځو هېوادونو ته د افغانانو د ورتلو مساله هیڅوک نه شي زغملی.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم دې غونډې ته وویل چې بهرته د ځوانانو په تللو سره به افغانستان خالي پاتې شي او که وضعیت همداسې دوام وکړي یو وخت به مداخله کونکي هېوادونه په اسانۍ په دغه هېواد کې خپلو هدفونو ته ورسیږي.