په کراچۍ ښار کې يو بل خبريال ووژل شو

د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو بل خبريال ووژل شو.

ناپېژاندو وسله والوافتاب عالم نن له خپل کور سره نيږدې وواژه.

افتاب عالم له بېلابېلو تلويزيونو سره کار کړی.

دا په څلورويشتو ساعتو کې په کراچۍ کې پرخبريالانو دوهمه حمله ده.

پوليسو وويل چې وسله والو پرون ماښام د پاکستان تر ټولو لوی تلويزيوني کانال پرموټر ډزې وکړې، يو تخنيکي کارکوونکي ارشد علي جعفري يې وواژه او يو بل کارکوونکی يې ټپي کړ.

له حملې وروسته د خبريالانو اتحاديې د رسنيو د پرسونل لپاره د زيات امنيت غوښتنه وکړه او د حمله کوونکو د چټکې نيونې غوښتنه يې وکړه.