کابل: په یوه چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي دي

د کابل امنیه قومندانۍ وایي، چې د کلکان ولسوالۍ د سړک په سر په یوه چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي دي.

د دې قومندانۍ ویاند عبدالله کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن سهار شوې او په کې یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.

ښاغلي کریمي وویل چې د پيښې په اړه څيړنې پيل شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.