د افغان حکومت اجرایه رییس وایي، ګاونډی هېواد د افغانستان د دولت د سقوط په لټه کې دی او له تروریزم ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله نن د شهېد د اوونۍ په لمانځ غونډه کې که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړخو ویې ویل چې دا ګاونډی په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي نظام د راتلو او د حاکم نظام د له منځه وړلو هېله لري:
((ایا موږ ټول په دې غونډه کې په دې معتقد نه یو چې زموږپه ګاونډيتوب کې یو هېواد له تروریزم ملاتړ کوي او پياوړی کوي. په دې هېواد کې د مزودر رژیم د واکمنېدو خوب په سر کې لري.))
ښاغلي عبدالله همدا راز وویل، لکه څنګه چې افغان اتلانو ثابته کړې افغانستان هېڅکله د چا غلامي نه مني او د خاورې د دفاع لپاره کلک چمتوالی لري.
د حکومت اجرایه رییس همدا رازپه هغو مخالفینو چې د افغانستان د ورانېدو په لټه کې نه دي غوښتنه وکړه چې له مخالفت لاس واخلي او له حکومت سره یوځای شي.