افغان ولسمشر وايي، د شهیدانو یاد باید تل تازه وساتل شي

افغان ولسمشرد شهید د اوونۍ په مناسبت وايي چې د شهیدانو یاد باید تل تازه وساتل شي او ارمانونه یې تعقیب شي.

محمد اشرف غني نن د احمد شاه مسعود د څوارلسم تلین لمانځ غونډې ته وویل چې په تېروڅوکلونو کې سلګونه زره افغانان د بهرنیو تروریستي حملو په نتیجه کې وژل شوي چې حکومت یې له پاتې شونو سره د مرستو په خاطر ژمن دی.

ښاغلي غني احمدشاه مسعود داسې یو شخص وباله چې د ملي وحدت د رامنځته کولو او د هېواد د دفاع لپاره یې د ژوند تر وروستیو شېبو مبارزه کړې ده.