د ترکیې په ختیځ کې پرون [سه شنبه] لږترلږه ۱۴ پولیس د بم په چاودنه کې ووژل شول. دا پيښه له ترکیې سره د ایران او ارمنستان پولوته په نږدې سیمه کې شوې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون وویل:
((موږ پي کې کې ته ډیر تاوان رسولی دی. وروستۍ پيښې د هغوي په منځ کې د ویرې د خپریدو څرګندونه کوي.
د ترکیې د پوځ په عملیاتو کې د هغوي زرګونو کسان وژل شوي او موږ په خپله خاوره کې د دې ډلې د تشکیلاتو پر ضد کار کوو.))
په وروستیو ورځو کې د ترکیې د حکومتي ځواکونو او د کردستان د کارګرانو ګوند [PKK] د وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې زیاتې شوې دي.
د ترکیې رسمي خبري اژانس [اناتولیه] پرون وویل، د امنیتي ځواکونو۵۰الوتکو ټوله شپه د عراق په شمال کې د پي کې کې پر وسله والو حملې وکړې چې لږترلږه۳۵ تنه په کې وژل شوي دي.
د ترکیې حکومت پرون تائید کړه چې ځواکونه یې د پي کې کې د وسله والو پر پناه ځایونو د حملو لپاره، لنډ وخت د عراق خاورې ته ور اوښتي وو.