د ایران ولسمشر وايي، تهران چمتو دی چې د سوريي د شخړې د هواري په هدف له متحده ایالاتو او سعودي عربستان سره خبرې وکړي.
حسن روحاني نن په تهران کې له خپل اتریشي سیال سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، ایران به د سیمې له هېوادونو او نړېوالو قوتونو سره په هرو هغو خبرو کې برخه واخلي چې نتیجه يې د سوريي ثبات او ډیموکراتیک راتلونکې ته لاره هواروي.
خو د ایراني مشرپه خبره ترڅو چې د سوريي شخړه حل شوي نه وي تهران به د ولسمشربشار الاسد د برخلیک په اړه له چار سره ونه غږیږي.
حسن روحاني وویل، لومړی باید په سوریه کې روانه وینه تویدنه ودریږي، امنیت ټینګ شي او چې کله خلک خپلو کورونو ته ستانه بیا د راتلونکې په اړه خبرې کیدای شي.
ایران د سوريي د ولسمشرله نظام کلک ملاتړکوي او امریکا او سعودي عربستان د سوريي له حکومت ضد یاغیانو پلوي کوي.