د ترکي هوايې ځواک د عراق په شمال کې د کردانو د پې کې کې وسله والې ډلې پرضد پراخ هوايي عملیات کړي دي.
د ترکيي دولتي خبري اژانس اناتولي ویلي، په دې بریدونو کې چې تیره شپه شوې دي، پنځوسو جیټ الوتکو برخه درلوده او د دیرشو او څلویښتو په شاوخوا کې کسان په کې وژل شوي دي.
د پې کې کې پرضد دا هوايې بریدونه یوه وروسته ترهغې شوي چې د ترکي په جنوب ختیځ کې ۱۶ ترکي سرتیري د سرک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول.
د ترکيي صدراعظم رجب طیب اردوغان ګواښ کړی دی چې پې کې کې یا د کردانو د کارګوند به چې د حکومت خلاف وسله وال فعایلت کوي، وځپي.