اروپا ته رسېدلي کډوال د هنګري له پولیسو سره لاس ګرېوان شول

راپورونه وايي، اروپا ته رسېدلي کډوال چې غواړي جرمني ته ولاړشي پرون د هنګري له پولیسو سره لاس ګرېوان شول.

دا په داسې حال کې ده چې له سوریې، عراق، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو څخه زرګونه کډوال اروپا ته پر لاره دي.

له سربیا سره د هنګري جنوبي سرحد ته نژدې سلګونو کډوالو تېره ورځ د پولیسو لیکې ماتې کړې او ځانونه یې د بوداپست لویې لارې ته ورسول.

د جرمني د مونشن ښارد پولیسو قوماندان وېرنر کراوس پرون له هنګري او اتریش څخه جرمني ته د رسېدو کډوالو په اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل:

((د شنبې او یکشنبې په ورځ زه تاسو ته ویلای شم چې ټول شل زره کډوال مونشن ته رارسېدلي دي.

موږ نورو اورګاډو ته هم سترګې په لاره یو چې زر یا دوه زره نور کډوال به هم راولي.))

اټکل کېږي چې شاخوا ۱۶۷ زره غیرقانوني کډوال تردې دمه هنګري ته رسېدلي څو له هغه ځایه ځان جرمني ته ورسوي.

د جرمني حکومت وايي، تمه لري چې په روان ۲۰۱۵ کال کې به له دې کډوالو څخه د سیاسي پناه شاوخوا اته سوه زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.