د جرمني د بهرنیواستخباراتوادارې BND یو لړشواهد راغونډ کړي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا د موستارد Mustard په نوم د کیمیاوي ګاز استعمال ثابتوي.
د جرمنۍ ورځپاڼې بېلډ Bild د راپورله مخې د BND اجنټانو د هغو کردانو د وینو نمونې برابرکړې دي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره په جګړه کې ټپیان شوي دي.
ورځپاڼه د BND د مشرګرهارد شينډلرله قوله لیکي چې وايي، د ده ادارې داسې معلومات ترلاسه کړي چې مستارد ګاز د عراق په شمال کې کارول شوی دی.
د شینډلرپه وینا مستارد ګاز یا د عراق د وسلو له زېرمو څخه چې د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال جوړې شوي دِ ترلاسه شوی یا د داعش ډلې له خوا وروسته له دې چې د موصل پوهنتون یې ونیوه تولید شوی دی.