د افغانستان د معلولینو د کرکټ ټیم بنګله دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ټیم د بنګله دیش ټیم ته ماته ورکړه.

دا سیالي نن په ډاکه کې وشوه چې افغان لوبغاړو وکړای شول د بنګله دیش له خوا د۱۲۰ منډې هدف په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

دا شل اور لوبې په بنګله دیش کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې په نوښت د پنځو ټیمونو تر منځ پيل شوي دي.

افغان ټیم له دې مخکې دوه لوبې په پاکستان او هند بایللي او تمه ده په وروستۍ لوبه کې له انګلستان سره مخ شي.