د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ د "سام" په غونډه کې دوه اړخیزې ژمنې شوي

د افغانستان د ماليي وزارت وایي چې د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې د شوو ژمنو د عملي کیدو لپاره افغان حکومت د نړېوالې ټولنې سره په یوه میکانیزم توافق ته رسیدلی دی.

د مالیي وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره یوځای د لوړ پوړو چارواکو یا سام غونډې نتایج اعلان کړل.

د لوړ پوړو چارواکو یا سام په وروستۍ غونډه کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ دوه اړخیزه ژمنې وشوې.

اوس د ماليي وزارت وايي چې د دغو ژمنو د عملي کیدو لپاره د نړېوالې ټولنې سره په یوه خاص میکانیزم موافقې ته رسیدلي دي.

د مالیي وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان لپاره د ملګروملتونود ځانګړي استازي سره یوځای د دوشنبې په ورځ په کابل کې نړېوالې ټولنې ته د ورکړو ژمنو د عملي کیدو میکانیزم داسې واضح کړ:

((میکانیزم داسې دی چې موږ ټولو هغو ژمنو ته چې پرې موافقه شوې د همکاریو له لارې په خپله کابینه کې تطبیقي پلان جوړوو چې هغه به د یوه منظم پلان له مخې په چوکاټ کې ترتیبیږي چې په کومه میاشت کې کوم اجرات باید وشي او کوم وزارت به به هغه سرته رسوي ترتیبوو.))

ښاغلی حکیمي وايي چې د تطبیقي پلان لومړی مسوده د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته سپاري.

د حکومت د ټولو لوړ پوړو مامورینو د سرمایو ثبت، د تدارکاتو د قانون نهایي کول، د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د کارپیل، د ولایتي بودیجې نهایي کول، د اداري فساد په وړاندې د پنځوعایداتي وزارتونو د مبارزې پلان ترتیبول، په عدلي او قضایي ارګانونوکې د اصلاحاتو راوستل او ځيني نورې هغه ژمنې دي چې د افغان لوري له خوا نړېوالې ټولنې ته ورکړل شوي دي.

د لوړرتبه چارواکو یا سام دا غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه چې په کې د ۴۱ هېوادونو او ۱۱ نړېوالو موسسو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

دا ناسته د لندن او توکیو غونډو په دوام جوړه شوې وه چې په کې د افغان حکومت له خوا د ورکړل شوو ژمنو بررسي کیدله.

له دې سره افغان چارواکو د سام دا غونډه بریالی بللې او ویلي یي دي هغه هیلې چې دوی لرلې له دې غونډې ترلاسه شوې.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونوځانګړی استازی نیکولاس هایسم وايي چې نړېواله ټولنه د ۲۰۱۶ کال لپاره د افغانستان سره خپلو ژمنو ته تیاری نیسي:

((په نړۍ کې ځيني تضادونه موجود دي چې د هغې د حل لپاره مشابه وخت ته اړتیا ده او موږ وینو چې د افغان حکومت کړنې مثبتې دي موږ د نړېوالې ټولنې ملاتړ کوو چې د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

یعنې هغه ګواښونه چې دلته شته د هغې لپاره خپلو مرستې جاري وساتي.))

د اقصادي چاروکارپوهان د افغانستان لپاره د عالي رتبه چارواکو یا سام غونډه په دې شرط له اهمیته ډکه بولي چې په دې غونډه کې شوي ژمنې د دواړو خواو له خوا په ریښتیني ډول عملي شي.

دوی وایي، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د لندن او توکیو غونډو ژمنې هم سمې نه دي عملي شوي کمه هیله کیدای شي چې افغانستان دی اوس وخت له داسې ناستو سمه ګټه ترلاسه کړي.