د کورنیو چارو وزارت وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزې یوولس پولیس په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د دغه وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي آزادي راډیو ته وویل چې دا پولیس تېر ماښام په هلمند کې په دنده بوخت وو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا پرې بمبار شوی دی.
((د مخدره موادو پر وړاندې ډ مبارزې پولیس د هلمند د ګرمسېر په ولسوالۍ په رسمي عملیاتو بوخت وو چې متاسفانه بهرنيو پوځيانو پرې حمله کړې؛ یوولس کسان مو وژل شوي؛ څلور ټپيان دي او یو لادرکه دی.))
ښاغلي کاظمي وویل چې د دې پيښې د څېړلو لپاره سبا یو پلاوی هلمند ته ورځي.
په افغانستان کې میشتو بهرنیو پوځیانو هم یو شمېر رسنیو ته دا پېښه تایید کړې ده.