په هرات کې د یوه ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوي دي.
د هرات د والي ویاند احسان الله حیات آزادي راډیو ته وویل چې شاوخوا پنځوس نجونې نن سهار د انجیل ولسوالۍ په ابوالولید او نوین سفلی ښځینه ښوونځیو کې مسمومې شوي او په روغتون کې بستري دي.
د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د دې پيښې په اړه یې بیړنۍ غونډه نیولې او ژر تر ژره به یې سپیناوی وکړي.
دا په دوو اونیو کې په هرات کې د نجونو زده کونکو د مسمویت پنځمه پيښه ده.
له دې مخکې په دې ولایت کې ۳۵۰ نجونې مسمومې شوې وې.