د امريکا دفاع وزارت تاييد کړه چې د عراق پوځ د اسلامي دولت ډلې يا داعش د سخت دريځو وسله والو پرضد هوايي حملې پيل کړي دي.
دا لومړى ځل دى چې د عراق پوځ له امريکا څخه رانيول شوې F-16 ډوله جنګي جټ الوتکې کاروي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک د عراق ستاينه وکړه چې د ده په وينا؛ د دې سخت دريځې ډلې پر وړاندې يې دغه الوتکې په بريالي ډول کارولي دي.
ده د دغو هوايي حملو په اړه نور جزئيات ورنه کړل؛ خو د عراق د هوايي ځواکونو يوه جنرال انور حَمَه امين د فرانسې خبري اژانس ته پرون وويل؛ د عراق جنګي الوتکو په تېرو څلورو ورځو کې ١٥ هوايي حملې کړې دي.
امين ويلي، په صلاح الدين او کرکوک ولايتونو کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پرضد د پرمختللو وسلو کارونې د پام وړ نتايج ورکړي؛ ده اټکل وکړ، چې دغه جټ الوتکې به په راتلونکي کې د عملياتو پر اجرا ژور اغېز ولري.
عراق په جولاى مياشت کې امريکا څلور F-16 ډول جنګي جټ الوتکې رانيولې. واشنګټن موافقه کړې، چې پر بغداد به ٣٦ الوتکې وپلوري.