د فساد پرضد د مبارزې دوو موسسو پر افغان حکومت تور لګولی چې له غیرقانوني کیندنو او جګړو څخه د کانونو په ساتنه کې پاتې راغلی دی.
ګلوبل ويټنس Global Witness او انټېګریټي واچIntegrity Watch ټولنو پرون وویل چې د ولسمشر اشرف غني حکومت په کابل کې د شنبې په ورځ د نړیوالو مرستندویانو په ګډون غونډه کې د افغانستان د کانونو د ساتنې او پرمختګ لپاره کومه مشخصه طرح وړاندې نه کړه.
دې غونډې چې د افغانستان د اقتصاد، امنیت او ټولنیزې بیارغونې له چارو سره د مرستندویو ۴۱ هېوادونو او ۱۱ غیرحکومتي ټولنو استازو ګډون پکې کړی و، د افغان حکومت د اصلاحاتو د ژمنو پر عملي کېدو خبرې وشوې.
د څه باندې یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان طبیعي زېرمې د هېواد د اقتصادي ودې او پرځان بسیاینې لپاره خورا مهمې ګڼل کېږي. ملګروملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي چې په کانونو کې د کیندنو او غیرقانوني فعالیت له کبله طالبان د لسګونه میلون ډالره عواید ترلاسه کوي چې له مخدرو موادو وروسته یې همدا د عوایدو مهمه سرچینه ده.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند محي الدین نوري وايي، د کانونو د امنیت د خاص ځواک د جوړولو لپاره تدابیر نیول شوي څو د پانګه اچوونکو ډاډ ترلاسه شي. ښاغلی نوري وايي، که څه هم حکومت نوی دی خو بیایې هم د کانونو په سکتور کې د شفافیت راوستو په مقصد اقدامات پیل کړي دي.