د ننګرهار خلکو په تذکرو کې د افغان او اسلام کليمو د لیکلو په ملاتړ مظاهره وکړه
Your browser doesn’t support HTML5
په ننګرهار کې ختیځ میشتو ولسونو په تذکرو کې د افغان او اسلام کليمو د لیکلو په ملاتړ ولسي مظاهره وکړه چې په سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا استازو په کې برخه اخیستې وه.
د دې مظاهرې یو تن ترتیبوونکي او د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ذبیح الله زمري وويل چې د افغان او اسلام کليمې پرته به هیچاته اجازه ورنه کړي چې په ختیځو ولایتونو کې د تذکرو ویش پيل شي.