د بریتانیا حکومت غواړي پنځلس زره سوريايي کډوالو ته پناه ورکړي

د لندن د سنډې ټایمز خپرونې د راپور له مخې د بریتانیا حکومت غواړي چې ۱۵ زره سوريايي کډوالو ته پناه ورکړي.

د راپور پر اساس حکومت همداراز هڅه کوي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو سختدریځو پر ضد د هوايي حملو لپاره د لیبر یا کارګر د مخالف ګوند ملاتړ ترلاسه کړي.

سنډې ټایمز مخکې ویلي وو چې دا انتخاب شته چې د سوریې په پوله کې د ملګروملتو له خوا برابر شوي کمپ نه کډوال په مسقتيم ډول ومني.

دا رپورونه وروسته له دې خپاره شول چې زرګونه پناه غوښتونکي پرون (شنبه) وروسته له دې چې د هنګري حکومت بسونه ورکړل؛ اتریش او جرمني ته ورسېدل.

د اتریش پولیس وايي، ګومان کوي چې له هنګري څخه به ۱۰ زره پناه غوښتونکي ورشي.

په جرمني کې پولیس وايي چې د ۵ زرو او ۷ زرو ترمنځ پناه غوښتونکو ورتګ ته یې تیاري نیولې ده.