سمنګان: هغه کس ونیول شو چې خپله لور یې په تېشې وژلې

د سمنګان ولایت امنیتي چارواکي وايي؛ هغه کس یې نیولی چې خپله لور یې په تیشې وژلې وه.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوې نجلۍ پلار پرخپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.

دغه نجلۍ د تېرې جمعې په ورځ د خپل پلار له خوا ووژل شول.

تر دې وړاندې په دغه ولایت کې یوه ځوان خپل مور هم وژلې وه چې تر پيښې وروسته تښتیدلی و.