د جلال اباد ښار سلګونو اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې په الکټرونیکي تذکرو کې د اسلام او افغان د کلمو پر لیکلو ټینګار وکړ.
له سیمي څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې مظاهره سوله ییزه ده او ګډونوال یې له حکومته غواړي چې د ملي هویت او دین مساله په الکټرونیکي تذکرو کې جدي ونیسي.
دوی ویل، د اسلام او افغان له کلمې پرته به تذکرې وانخلي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په کابل کې هم سلګونه کسانو په الکټرونیکي تذکرو کې د اسلام اوافغان کلمي ځایولو په هدف مظاهره وکړه.
د افغان حکومت اجراییه ریاست تر دې وړاندي ویلي وو چې په الکټرونکي تذکرو ټول اختلافات حل شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې ویش پیل شي.