د اتریش پولیس وايي، تېره ورځ شاوخوا شپږ نیم زره کډوال چې د هنګري د حکومت له خوا په ورکړل شوو بسونو کې سپاره وو؛ د اتریش خاورې ته داخل شول.
د اتریش د کورنیو چارو وزیرې وویل؛ له دې کډوالو څخه دوه زره او دوه سوه کسان يې لا دمخه د جرمني په لور خوځېدلي دي.
هنګري له څو ورځو راهیسې کډوالو ته اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد د ریل له سټیشنونو جرمني او اتریش ته لاړ شي.
هنګري ویلي، دا کار يې ځکه کړی دی چې لومړی باید دغه هېواد ته رسیدونکي ټول کډوال ثبت شي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د کډوالو د بې سارې څپې له امله پیدا شوې ستونزه حل کړي.