د پلخ په زارع ولسوالۍ کې وسله والو ۱۴ ملکیان وژلي دي

د بلخ د زارغ ولسوالۍ د کندي نصرت قوماندان په سیمه کې وسله والو کسانو څوارلس ملکیان وژلي دي.

د سیمې اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې پيښه نن له غرمې وروسته وشوه او وژل شوي کسان ټول هزاره توکمي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې په وژل شوو کې یوه میرمن هم شته او له اکثرو څخه یې سرونه غوڅ شوي دي.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري دا پیښه تائید کړې؛ خو جزیات یې نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا رییس ابراهیم خیراندیش ازادي راډيو ته وویل چې دا کار د وسله والو مخالفینو دی.