په کابل کې د لوړپوړو چارواکو یا سام په غونډه کې ولسمشر غنيمرسته کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د ملي وحدت حکومت به له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي.
ولسمشر غني همدارنګه په دې کنفرانس کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په نښلولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له دې سره به هېواد د ټرانزیټ په برخه کې بېرته خپل تاریخي ارزښت ترلاسه کړي.
ولسمشر په دې غونډه کې د لندن کانفرانس پر ژمنو او د افغانستان د اقتصاد د خودکفایۍ پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.
ښاغلي غني د کانفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به د بدلون لسیزې په پای کې د سوداګرۍ او پانګونې له لارو په خپلو پښو ودریږي او د نړېوالې ټولنې یو فعاله غړی به شي.