د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ ټیم کابل ته راورسېد

د کرکټ تر ١٩ کلنو د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډله د اسيا غوره ليګ سياليو د اتلولۍ تر خپلولو وروسته نن کابل ته ورسېده.

له دغه ټيم څخه په کرکټ بورډ کې د دوی د لسګونو مینوالو او د خلکو د استازو له خوا هرکلی وشو.

د کرکټ تر ١٩ کلنو د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډلې د ماليزيا په پلازمینې کوالالمپورکې له پنځو هېوادونو کويټ، نيپال، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او کوربه هېواد ماليزيا سره يو ورځنۍ يا پنځوس اووره مسابقې وکړې چې ټولې يې په لوى توپير وګټلې.

دغه مسابقې تېره اوونۍ پيل شوې وې.