افغانستان به نن د سام يا د عالي رتبه چارواکو د غونډې کوربه وي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام دغه غونډه په ارګ کې په خپلې پرانيستونکې وينا سره پرانيسته.
ښاغلي غني د لندن کنفرانس د تعهداتو په رڼا کې پر شويو پرمختګونو خبرې وکړې او د افغانستان د اقتصادي او پراختيايي پلانونو په باب يې معلومات وړاندې کړل.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخې ښاغلي غني ويلي په افغانستان پورې اتکا دغه هېواد ته زمينه برابروي چې د سوداګرۍ او کارموندنې په برخه کې پرمختګونه ولري.