د کونړ امنيتي چارواکي وايي، په نورګل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال حبيب سيدخېل ازادي راډيو ته وويل؛ په پروني بريد کې د دولت درې وسله وال مخالفان يو ملکي سړى هم ټپي شوى دى.
د نورګل ولسوالۍاوسېدونکي وايي؛ د پرونۍ جګړې له کبله د اسعد اباد او جلال اباد ترمنځ غځېدلې لار هم د څه وخت لپاره تړلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې لس ورځې کيږي وسله والو کسانو د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غزېدلې لار بنده کړې او دولت لا نه دى توانېدلى دغه لار پرانيزي.