افغانستان په ایران کې د مېشتو بې اسناده افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتونکی شو

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير له ايرانه په هغه هېواد کې د مېشتو بې اسناده افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې سيد حسين عالمي بلخي پرون د ايراني هيئت له مشر ذوالفقاري سره په کتنه کې دغه غوښتنه مطرح کړه.

اعلاميه زياتوي، د ايران له حکومت څخه غوښتنه وشوه چې په ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته زياته پانګه اختصاص کړي چې د ويزې په اخيستلو کې ورته اسانتيا برابره شي او دوى اړ نه وي چې په غيرقانوني ډول دغه هېواد ته لاړ شي.

ويل شوي چې د ايراني هيئت مشر په خپل هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

راپورونه وايي، په ايران کې درې میليونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېرى هلته د استوګنې قانوني اسناد نه لري.