د پولنډ صدراعظمه وايي د کډوالو د بحران د مخنیوي پر لارو چارو باید بحث وشي

د پولنډ صدراعظمه ايفا کوپاچ وايي؛ له اروپايي شورا يې غوښتنه کړې مخکې تر دې چې اروپا ته د کډوالو د نورو جوپو له راتګ سره وضعيت له کنټروله ووځي؛ د کډوالو د بحران د مخنيوي پر لارو چارو بحث وکړي.

هغې چې پرون په پراګ کې د سلواکيا؛ هنګري او چک جمهوريت له صدراعظمانو سره تر کتنې وروسته خبرې کولې؛ اروپا ته د راروانو کډوالو د مېشتولو له جبري سهميې سره خپل مخالفت څرګند کړ.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په هنګري کې کډوال له ناکراريو او ستونزو سره مخامخ دي.

دغه کډوال او پناه غوښتونکي د هنګري او سربيا سرحدې ته نژدې يوه کمپ کې ساتل کیږي؛ خو دوى له بلوا- ضد پوليسو سره شخړې کوي او کله - کله له موانعو نورو اروپايي هېوادونو ته اوړي.

پرون سهار هم شا و خوا ٣٠٠ کډوالو له کمپ نه د وتلو هڅه وکړه؛ خو پوليسو يې مخه ونيوله او بېرته يې کمپ ته ستانه کړل.