په سوریه کې د تاریخي اثارو د ساتنې د یوې ادارې مشرمامون عبدالکریم وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو/داعش په پالمیرا ښار کې درې ډيرلرغوني برجور قبرونه ونړول.
مامون عبدالکریم نن خبري رسنیو ته ویلي چې په پالمیرا کې سرچینو تائید کړې چې درې برجور قبرونه چې د عیسی مسیح تر زیږیدو 44 او سل کاله مخکې جوړ شوي وو، نړول شوي دي.
عبدالکریم په وینا، دا برجور قبرونه ډيرښکلي او د پالمیرا ښار ترټولو لرغوني تاریخې نښې وې.
د اسلامي دولت وسله والو/ داعش په پالمیرا کې دوه معبدونه چې د ملګروملتونو سازمان د نړۍ د فرهنګي میراثونوپه لست کې شامل کړي وو، په وروستیو کې ونړول.