د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره به یوه نړېواله غونډه جوړه شي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د کډوالو اداره په نژدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یوه نړېواله غونډه جوړه کړي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونوعالي کمېشنرۍ UNHCR وايي، دا غونډه د اکتوبرمیاشتې په لومړۍ اونۍ کې په ژنیو کې جوړېږي.

په کابل کې د UNHCR ویاند نادرفرهاد ازادي راډیوته وویل چې په غونډه کې به په بهرکې د مېشتو افغان کډوالو د راستنېدو او د هغو د ځای پرځای کولو لپاره د مرستندویو هېوادونو د مرستې غوښتنه وشي:

((د UNHCR د اجراییوي کمیټې په ناسته کې به د افغان کډوالو، د هغو د ستنولو او د بیا ځای پرځای کولو په اړه بحثونه په یوه خاصه غونډه کې د مرستندویو هېوادونو په ګډون ترسره شي.))

د فرهاد په وینا د ملګروملتو د کډوالو عالي کمېشنري له مرستندویو هېوادونو غواړي چې افغان کډوالو ته یوځل بیا جدي پاملرنه وکړي.