د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د ناړۍ ولسوالۍ او مرکز اسعد اباد ترمنځ لارې خلاصولوپه هدف یې عملیات پيل کړي دي.
د کونړامنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیوته وویل چې تر دا مهاله څلور کیلومتره لارد ماینونو او امنیتي ګواښونو پاکه شوې چې پاته به یې هم د دې عملیاتو پرمهال خلاصه شي.
ښاغلي سیدخیل زیاته کړه چې د دې عملیاتو پرمهال د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې وسله وال طالبان هم ټپیان شوي دي.
د ناړۍ او مرکز اسعد اباد لار د تیرې یوې اوونۍ راپه دې خوا د وسله والو طالبانو له خوا د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.