افغانستان: د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې د اسیا غوره لیک اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ځوانانو لوبډلې د اسیا غوره لیک کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې چې د مالیزیايي لوبډلې سره هم ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتله شوه.

دغه سیالۍ د مالیزیا په مرکز کلولامپر کې ترسره شوې.

د اسیا د کرکټ غوره لیک سیالیو کې شپږو اسیايي هېوادونو ګډون کړی وو چې افغانستان په دغه سیالیو کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، نیپال او کویټ ته هم ماتې ورکړې وه.