کابل: په ریکا کنفرانس کې د انرژۍ، ترانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کیږي

د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همکاریو شپږم کنفرانس چې نن په کابل کې پرانستل شو په کې د سیمې په کچه د انرژۍ، ترانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کیږي.

د دغه کنفرانس د پیل پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل چې افغان دولت به د بهرني پانګوني لپاره لازم فرصتونه برابرکړي او په بیلابیلو برخو کې همکاریو ته چمتو دی.

په دغه کنفرانس کې د ۳۰ مرستندویه هیوادونو او د څلویښټو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.