جنرال فلیپ بریدلب وسله وال طالبان د داعش په نسبت د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله

د اروپا لپاره د امریکا د پوځي ځواکونو قومندان جنرال فلیپ بریدلب وسله وال طالبان د داعش په نسبت د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله.

ښاغلی بریدلب چې نن یې په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په حملو او د سړک د غاړې بمي چاودنو کې کموالی راغلی خو زیاته یې کړه چې دغه حملې تر مخکنیو هغوخطرناکې او زوروي وې.

فلیب بریدلب پرپاکستان هم غږ وکړه چې د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړې.