په هرات کې د نجونو د یوه ښوونځي ۱۱۰ زده کوونکي مسمومې شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتي څانګي مشرمحمد رفیق شیرزي ازادي راډیوته وویل چې دغه نجونې د هرات د ۱۲ ناحیې اړوند د بابا حاجي په نوم ښوونځي زده کوونکي دي.
ښاغلي شیرزي زیاته کړه چې مسمومې شوي نجونې د درملنې په هدف روغتون ته انتقال شوي چې د۱۰ تنو روغتیايي حالت نازک دی.
دا په دې وروستیوکې په هرات کې د نجونو زده کوونکو د مسمومیدو دیرشمه پيښه ده چې رامنځته کیږي.
نن د دې ولایت امنیتي چارواکو او د بېلابېلو ټولنو غړو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه پيښو د عاملینو د نیولو پرلارو چارو خبرې وکړې.