لوګر: د افغان سرتیرو یوې پوځي هليکوپټره د کیناستلو پرمهال له دیوال سره جنګیدلې

د لوګرسیمه ییزچارواکي وايي چې د افغان سرتیرو یوې پوځي هليکوپټرې د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د کیناستلو پرمهال له دیوال سره جنګیدلې ده چې له امله یې۱۲ تنه سپرلي ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه هلیکوپټرې د تخنیکې ستونزې له امله سقوط کړی او د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي وکیل زیاته کړه چې دوو هليکوپترونن د افغانستان د کلیواو پراختیا وزیرنصیراحمد درانی او د دې ولایت یوشمېرسیمه ییزچارواکي لري او ناامنه ازرې ولسوالۍ ته انتقالول.

چارواکي وایي چې په دغه پيښه کې نه ښاغلی درانی او نه هم د لوګرسیمه ییزو چارواکوته زیان اوښتی.