چین په نړېوالې دوهمې جګړې کې د جاپان د ماتې کلیزه ولمانځله

چین په نړېوالې دوهمې جګړې کې د جاپان د ماتې کلیزه د پیکنګ په تیانمین چوک کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

په دې مراسمو کې چینایي چارواکي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په ګډون له یوشمېربهرنیو مشرانو سره څنګ په څنګ ولاړ وو. د چین ولسمشرشي جینپینګ وویل، چین کله هم د پراختیا غوښتنې هڅه نه کوي.

ولسمشر شي جینپينګ همدا راز اعلان وکړچې د چین د وسله وال پوځ شمېربه درې لکوته راښکته شي، خو نوموړي دا خبره ونه کړه چې په څومره موده کې به دا شمېره راکموي.

د چین پوځ د نړۍ د بل هر هېواد تر پوځیانو لویه شمېره لري، د دغه هېواد پوځیان دوه میلیونه او درې لکه تنو ته رسیږي.

چین همدا رازد امریکا له متحد ایالتونو وروسته تر بل هر هېواد لویه دفاعي بودیجه لري.

په ننني رسم ګذشت کې تر دولس زره ډیرو پوځیانو او تر دوه سوه ډیرو الوتکو برخه اخیستې وه، همدا راز ټانکونه تیرشول او توغندي نندارې ته وړاندې شول.