په هرات کې د یوه ښوونځي ۱۱۵ تنه نجونې زده کوونکې مسمومې شوي

نن په هرات کې د یوه ښوونځي ۱۱۵ تنه نجونې زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتونو مطبوعاتي مسوول محمد رفیق شیرزي ازادي راډيو ته وویل، دغه پیښه د هرات ښار د مرکز د بابا حاجې په ښوونځي کې شوې.

دی وايي، ښایي د مسموم شویو نجونو شمېر تر دې زیات وي.