هلمند: دوه نیم زره کیلو ګرام امونیم نایټریټ نیول شوي دي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، دوه نیم زره کیلو ګرام امونیم نایټریټ مواد چې په چاویدونکو موادو څخه ورڅخه استفاده کیږي نیولي دي.

د دې ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ امنیه قومندان تیمور شاه نظري ازادي راډیو ته وویل چې یاد مواد تیره ورځ ناوخته د ګرم سیر او خانشین ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې نیول شوي دي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې دغه امونیم نایټریټ مواد له لومړی له پاکستان څخه فراه او وروسته هلمند ولایت ته انتقال شوي وو چې ددوی له خوا ونیول شول.

هغه وویل چې د دې موادو سره د تړاو په تور یې دوه تنه هم نیولي دي.