ولې خودکشي یا ځان وژنه د حل لار نه ده!؟

ولې ځينې ځوانان ځان وژني؟ )خودکشي یا ځان وژنه( چې د اسلام له نظره هم یو ناروا عمل بلل شوی، څنګه له دې ناروا یو څوک ځان ژغورلی شي؟ که کوم ملګری یا خپل مو د ځان د وژلو په اړه فکر کوي، څه لارې چارې شته چې هغه له داسې فکره راواړوئ او په دې يې قانع کړئ چې ژوند لوړې او ژورې لري او توره شپه به خدای سبا کړي؟.. په دې تاندې څانګې کې يې اورېدلی شئ.

وايي توره شپه به خدای سبا کړي...
خو د تورې شپې سبا کېده په صبر او زغم پورې تړلې خبره ده. که د پېغمبرانو، صحابه کرامو او د نړۍ د ځينو نورو عظيمو انسانانو ژوند مطالعه کړو نو پوه به شو چې د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته خدای رڼايي پرې راوستلې او خپل هدف ته رسېدلي دي. خو زموږ ځينې ځوانان د ژوند لوړې ژورې دومره وارخطا کړي چې صبر يې له لاسه نه کیږي او راولاړ شي، خپله مرۍ پخپله خپه کړي.

د میلادي کال د سپتمبر ۱۰ نېټه په نړۍ کې د ځان وژنې یا له خودکشۍ څخه د مخنيوي د نړېوالې ورځې په نوم نمانځل کیږي.د روغتیا د نړېوال سازمان WHO او له ځان وژنې څخه د مخنيوي نړېوال سازمان IASP د معلوماتو له مخې خودکشي په نړۍ کې د مرګ ۱۳ لوی علت دی، د ښځو په نسبت نارينه له ۳-۴ برابره ډير ځان وژلو ته مایل دي او په نړۍ کې هر کال تر یو میلیون ډير کسان ځان وژني. د محققانو په خبره کورنۍ تاوتريخوالی، بې وزلي، ناامني او ناهیلي د خودکشي کولو عمده عوامل دي.

د دغه افغان زلمکي رحمت الله زړه هم کله کله د ځان وژلو ته وشي، ځکه چې اقتصادي او کورني مشکلات لري خو له دې پرېکړې تر اوسه یوازې دې را ایسار کړی دی چې دا دنیا خو هسې هم فاني ده، هغه دنیا ولې خراپه کړم، خدای به هر څه سم کړي.

افرین، له نېکه مرغه په اسلامي هېوادونو کې په همدې سبب د نورې نړۍ په پرتله ځان وژنه کمه ده چې په اسلام کې ځان وژل حرام بلل شوي دي. خو بیا هم چې ځينې داسې کوي د افغان روانشناس شرف الدین عظيمي په وینا مذهبي او ټولنيزه پوهه يې کمه وي. یو بل افغان روانشناس ډاکټرنجیب زاخېلوال وايي چې خودکشي کوونکي کسان د تور او سپين تر منځ په توپير کولو کې پاتې راځي او په خودکشۍ کې ورته د ځان ارامي ښکاري.

د ټولنيزو مسایلو کارپوه امان الله هوسا وايي چې خودکشي کوونکی به هيڅ کله هم ارامي ونه مومي ځکه چې د اسلام له نظره هم خودکشي کوونکي کسان تر قیامته څو ځلې ځان وژني. ښاغلی هوسا همدا راز وايي چې د هیچا په ژوند کې هم بشپړ ارامي نشته، هر څوک باید هڅه وکړي، د ژوند له مشکلاتو سره مبارزه وکړي او ځان بري ته ورسوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۶ کال په یوه څېړنه کې چې په کابل، مېدان وردګ او هرات ولایتونو کې ترسره شوې، ښکاري چې په دغو ولایتونو کې ۲۳۰۰ کسانو چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۹ تر منځ وو خودکشي کړې او علت يې په زور او یا په کم عمر ودونه وو. همدا راز په ۲۰۱۲ کې د WHO یوې سروې ښکاره کړه چې په دغه کال په افغانستان کې ۱۲۰۰ کسانو چې څه د پاسه شپږ سوه یې ښځينه وې د کورني تاوتريخوالي، بداقتصادي وضعيت، د نشه يي توکو عمل او د بېکارۍ له کبله خودکشي کړې. او دغه وزارت د کابل د څو روغتونونو په کچه په ۲۰۱۴ کال د ځينو موندنو په اساس وايي چې له پنځو تر شپږو سوو داسې ناروغان وروړل شوي چې په بېلا بېلو لارو يې د ځان وژلو هڅه کړې وه خو کورنۍ يې د شرم او بدنامۍ له کبله ډاکټرانو ته ریښتیا خبره نده کړې.

ميئنتوب او یا پخپله خوښه واده تر اوسه په افغاني ټولنه کې شرم ګڼل کیږي او چې کله دوه مېئنان سره ونه رسيږي نو ځينې يې داسې کوي، څنګه؟

د بغلان اوسيدونکی عبدالرحمن بارکزی د یوه زلمي او پېغلې کیسه کوي چې یو بل يې خوښ وو، هلک د نجلۍ کور ته دوه، درې ځلې جرګه ورولېږله خو پلار يې مخالفت وکړ، اخر هلک پخپله د نجلۍ د غوښتلو لپاره د نجلۍ کور ته ورغی، چې په دغه کار يې پلار غصه شو او هغه يې وواهه، بیا څه و نو، هلک راغی زهر يې وخوړل او ځان يې مړ کړ، چې کله نجلۍ خبره شوه چې میئن يې ځان وژلی، هغې هم د خپلې کوټې د چت په پکي پورې ځان راځوړند کړ او ځان يې غرغره کړ.

وايي که ګل سره مینه لرې نو په بوټي کې يې پرېږده او خوشبو يې تنفس کړه، دا مینه نده چې ګل له بوټې راوشکوې او په خپل لاس کې يې ومروړې. د عبدالمطلب په نوم یو ځوان کیسه راته کوي چې د کابل په چهلستون کې د یوه نجلۍ او هلک پخپل منځ کې مینه وه او غوښتل يې واده سره وکړي، کله چې هلک د نجلۍ کور ته څو ځلې جرګه ورولېږله او پلار يې ورنه کړه نو توپنګچه په لاس د نجلۍ کور ته ورغی، ور يې وټکاوه، نجلۍ ورته راووتله، په هماغه دروازه کې يې لومړی نجلۍ وویشته او څو قدمه شاته چې راغی، ځان يې هم وویشت.

دغه ميئن د خودکشي کوونکو په دویمه ډله کې راځي... ډاکټر زاخېلوال وايي چې خودکشي کوونکي کسان په دوه ډوله دي، یو هغه چې ځان وژني او بل هغه چې هم ځان وژني او هم نور.

د خودکشي کوونکو په اړه دا هم ویل کیږي چې دوی د دې لپاره ځان وژني چې خلک يې مرګ یاد کړي او خواخوږي ورسره ښکاره کړي، ښاغلی عظيمي د بلخ ولایت د یوه شاعر او ژورنالیست حامدمقتدر د خودکشۍ پېښې ته - چېتر ځان وژنې څو شېبې مخکې يې پرخپله فیسبوک پاڼه د بخښنې یو لیک هم خپور کړ چې ګڼو مینه والو او عزیزانو يې ماتم پرې وکړ- په اشارې سره وايي چې پر دغسې کسانو باید څوک خبري رپوټونه جوړ نه کړي، ځکه چې دا په غیر مستقیم ډول نور ځوانان هم ورته کار ته تشويقوي. د ښاغلي عظيمي په وینا دغه کسان ځان ته په ارزښت نه وي قایل او کله کله خو په ژوندون هم دا خبره کوي چې زه به داسې کار وکړم چې دنیا به يې یاد ساتي، نو دوی ځکه د بل چا د زړه سوي لپاره داسې عمل کوي.

شرف الدین عظيمي د خودکشي کوونکو د دغه فکر- چې د خلکو خواخوږي خپله کړي- په هکله خصوصاً پېغلو او نجونو ته وايي چې تر مرګه وروسته به عجیبه قضاوتونه درباندې وشي. څنګه قضاوتونه؟

عظيمي وايي چې هر کله نجلۍ ځان ووژني په اړه يې ویل کیږي چې ميئنه وه، یا پېغله نه وه پاتې او یا دا چې کوم چا سره يې نامشروع اړيکې لرلې، حمل يې اخیستی و او له شرمه يې ځان وواژه. دی زیاتوي چې که هره ګناه مو کړي وي، د توبې دروازه تر قیامته خلاصه ده، توبه وکړئ، خدای به مو وبخښي خو ځان وژوونکي کس ته د توبې فرصت په لاس نه ورځي.

د خودکشۍ په اړه د فکر کولو په ځای خدای ته پناه یوسئ او د منفي فکرۍ په ځای په ځان کې مثبت بدلون راولئ... دغه خبره هم ښاغلی عظيمي د یوه عالم )الفرد نوبل( د خاطرې په بیانولو سره کوي، دی وايي چې د نوبل ورور مړ شو خو یوه تېروتنه وشوه او په ورځپاڼو کې دا خبر خپور شو چې د نړۍ قاتل او د وسلې جوړوونکی نوبل مړ شوی دی. نوبل چې سهار ورځپاڼه ولوسته نو د خلکو پر دغه قضاوت ډير خواشينی شو او له هماغه ورځې يې پرېکړه وکړه چې له دغو کارونو به لاس اخلي، د نوبل جایزه به رامنځ ته کوي او دا جایزه به هغو عالمانو او پوهانو ته ورکول کیږي چې د سولې او د علم په برخه کې نوښتګر کارونه کوي.

ژوند یوازې زموږ ندی چې ځان ووژنو بلکې په دې د ډېرو نورو حق هم راسره دی، په دې هیله چې دغه حق نه له ځانه او نه له نورو واخلو، او په دې امید چې که دا دنیا مو له مشکلاتو ډکه ده، هغه ولې خراپه کړو، تاندې څانګې رانغاړو.

دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ، پته ده:
www.facebook.com/TandySangy
پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:
www.azadiradio.org
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
shafaqn@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې