د اوکراين د ملي امنيت شورا نوي پوځي اصول تصويب کړل

د اوکراين د ملي امنيت شورا پرون نوي پوځي اصول تصويب کړل، چې روسيه يې يوه پوځي مخالفه اعلان کړې او له خپل هېواد څخه يې غوښتي چې د ناټو تړون غړيتوب واخلي.

تر اوسه روسيې په رسمي ډول کوم عکس العمل نه دى ښوولى، خو دغه هېواد تل هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې د اوکراين ختيځ ته يې پوځيان يا هم تجهيزات لېږلې وي، يا دې هم په ناټو کې د اوکراين له غړيتوب سره مخالفت لري.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د اوکراين د ولسمشر پيترو پروشينکو له خوا هغو هڅو سياسي کړکېچ زيات کړى، چې غواړي داسې قانوني اصلاحات تصويب شي چې په ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو په ګډون ځينو ساحو ته ځانګړي صلاحيتونه ورکوي.