د افغانستان د کرکټ ترنولس کلنو لږعمره لوبغاړي نن د مالیزیا تر نولس کلنو ټیټ عمره لوبغاړو سره په کوالالامپور کې مسابقه کوي.
د اسیا غوره لیګ په روانو سیالیو کې دا د افغانستان پنځمه لوبه ده او تر اوسه یې تیرې څلور لوبې ګټلې دي.
د مالیزیا تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړو هم د اسیا د غوره لیګ په روانو سیالیو کې خپلې تیرې څلور سره لوبې ګټلې دي.
افغانان د اسیا د غوره لیګ د دې لوبو مخکنې اتلان دي او نن هم افغان زلمیان د دې اتلولۍ دفاع ته راوتلي دي.