د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري له ایران سره د اټمي تړون دفاع وکړه

د امریکا د متحدایالتونو د بهرنیوچارو وزیرجان کري له ایران سره د اټمي تړون دفاع لږ وروسته تردې وکړه چې په کانګرس کې د دې تړون د ملاتړیو شمیر هغه حد ته ورسید چې نور دا تړون رد نه شي.

جان کري تیره ورځ په فلادلفیا کې د اساسي قانون په ملي مرکز کې وینا وکړه او ویې ویل، کانګرس به پر دې تړون د دې میاشتې په وروستیو کې رایي ورکړي او دا پریکړه په اوسني تاریخ کې د بلې هرې بهرنۍ تګلارې په څير اهمیت لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې ولسمشر بارک اوباما او دی ډاډه شوي دي چې چې د دې تړون له پلي کیدو سره به دوی خپلې غوښتنې ترلاسه کړي.

د جان کري تر خبرو مخکې دیموکرات سناتورې باربرا میکالسکي له ایران سره په ویانا کې د جولای په میاشتې کې د شوي تړون ملاتړ وکړ چې له دې سره په کانګرس کې د دې تړون د ملاتړ کوونکو شمیر ۳۴ تنو ته ورسید.