د کونړپه مرورې ولسوالۍ کې نن سهارد پاکستان د پوځ له خوا د توغول شويو درنو مرميو له امله یوه ښځه ټپې شوې ده.
د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي ازادي راډيو ته وویل چې په دې حملو کې نورچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو نوموړي وویل چې د روان کال له تیرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان لخوا له پنځه سوو ډير بریدونه شوي چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.