ټاکل شوې چې په راتلونکي اونۍ کې کابل د سام په نوم د یوه نړېوال کنفرانس شاهد وي.
د مالېي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي ازادي راډيو ته وویل چې د نړېوالو لوړ پوړو چارواکو په دې ناسته کې له پنځوسو څخه د ډيرو هېوادونو استازي ګډون کوي.
نوموړي وویل چې په دې ناسته کې هغه ژمنې څیړل کیږي چې په توکیو او لندن کانفرانسونو کې مرسته کوونکو هېوادونو افغانستان او برعکس افغانستان نړیوالې ټولنې ته ورکړې وې.
د افغانستان د مالیې وزارت وایې چې دا ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.