د بغداد په شمال لويديځ کې ۱۸ ترکي کارګران تښتول شوي

ترکي چارواکي وايي، د بغداد په شمال لويديځ کې ۱۸ ترکي کارګران تښتول شوي دي.

د ترکيې د صدراعظم مرستيال نعمان کرتولموس نن وويل چې دوی د عراق د کورنيو چاروله وزارت سره په نږدې تماس کې دي او تمه لري دا پېښه به په ښه توګه حل شي.

تښتول شوي انجينرانو او کارګرانو په شيعه اکثريت ولسوالۍ صدرکې د سپورټ د ودانۍ جوړولو له يوه ترکي شرکت سره کار کاوه.

برمته شوي کسان د پيښې پرمهال بيده وو چې مول وهلي برمته کوونکي په نظامي يونيفورمو کې په موټرونو کې راغلل او دوی يې وتښتول.

د نښتوپه اړه راپورنه دی ورکړل شوی او تراوسه کومې ډلې د دې پيښې مسئولیت نه دی منلی.

ترکيې په دې وروستيو کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندې د عراق په شمال کې هوايي بريدونه پيل کړل او امریکا ته يې اجازه ورکړه چې پرداعش د بمباریو لپاره د دې هېواد هوايي اډې وکاروي.

تېرکال ۴۶ ترکي وګړي د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له خوا په موصل ښار کې نيول شوي وو او درې مياشتې وروسته پرته له کومه ضرره راخوشې شول.