پکتیا: په الکترونيکي تذکروکې د افغان او اسلام د کلیمې د لیکولو په ملاتړمظاهرې شوي

د پکتیا په مرکزګردیزکې زرګونو خلکو په الکترونيکي تذکروکې د افغان او اسلام د کلیمې د لیکولو په ملاتړ مظاهره کړې.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایې چې په مظاهره کې د مدني ټولنو، ولایتي شورا د سیاسي ګوندونو استازو او زرګونو ځوانانو ګډون کړی.

دوې له ازادي راډيو سره خبروکې ویلي که چېرې په الکترونیکي تذکروکې د دوی ملي هویت او دین ذکرنه شي دا تذکرې به وانخلي او د دغو تذکرو د ویشلو مرکزونه به هم له خطرسره مخ کړي.

دوې همدا رازګواښ کړی که حکومت د دوې غوښتنې ونه مني د سرپه بیه به له دې مسالې دفاع وکړي.

له دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

اجرایي ریاست بیا ویلي، په دې اړه موجوده اختلافات پای ته رسیدلي او ډیرژربه د دې تذکرو ویشل پيل شي.