امریکايي بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیرستان کې پنځه تنه وسله وال وژلي دي

د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې تیره ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر یوه مرکز برید وکړ او پینځه وسله وال يې ووژل.

د پاکستان امنیتي چارواکو چې نومونه يې نه دي یاد شوي او ځايي خلکو ویلي الوتکې په دته خیل سیمه کې پر یوه کور دوه توغندي وویشتل .

راپورونه چې په حمله کې ۴ وسله وال ټپیان شوي دي.

د امریکا بې پیلوټه الوتکو په روان میلادي کال کې ډیورند کرښي ته نزدې پر قبایلي سیمو ۱۲ ځله راکټي کړي دي.