قزاقستان او چین ۲۵ سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې

قزاقستان او چین د ۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې.

د قزاقستان د ولسمشر دفتر ویلي چین په طبیعي زیرمو غني قزاقستان د تیلو او ګاز او بنسټیزو پروژو په برخه کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ نوي سوداګریزې موافقې له پیکینګه د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربایف د کتنې پرمهال لاسلیک شوي دي.

نظربایف ویلي چین ته د ده اوسنۍ سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د تحول نقطه ده.