د اوکراین د ملي ګارډ دریم غړی هم ساه ورکړه

د اوکراین د ملي ګارډ دریم غړی هم چې د پارلمان مخې ته د پرونیو مظاهرو په ترڅ کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې ټپي شوی وو نن ساه ورکړه.

د اوکراین د ملي ګارډ ځواکونو وویل، شل کلن اولیکسندرکوستینا نن د کییف په یوه روغتون کې مړ شو.

دوه کسه نورنن او پرون مړه شوي وو.

چارواکي وايي، د پولیسو او مظاهرچیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې بم د سوو بودا د ملت پال ګوند د یوه غړي له خوا وکارول شو.